12/06/2026
د خوست ولایتي چار-واکي وایي چې د یاد ولایت مرکز په ګډون د نادرشاه کوټ، دوهمنډې، ګربزو، تڼیو او اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو لپاره پر ۷۰ جریبه ځمکه سولري برېښنا جوړیږي.
د یادونې ده چې د خوست مرکز په ګډون د پنځو ولسوالیو لپاره به د برېښنايي خدمتونو د ښه والي په موخه پر ۷۰ جریبه ځمکه د ۱۰ مېګاواټه سولري برېښنا پروژه جوړه شي.
د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د خوست ښار او یادو شویو ولسوالیو اوسېدونکي د برېښنا په برخه کې له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي، او هم به د وارداتي برېښنا د پرچاویو د کمښت په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
20/05/2026